د تهران د جمعې لمانځه خطیب روښانه کړه،له بشپړ سنبالو اته کلن پوځي او اقتصادي تپلي جنګه وروسته چې د اسلامی ایران د بریالیتوب سبب شوی دښمنانویو نوی کړچار وړاندې کړ او هغه جنګ،یرغلونه،او کلتوری شبخون او کلتوری یرغلونه وو. هغه همدرااز د دښمنانو سره په مبارزې کې د سپاه پاسدارانو رول بې بدیله وبالۀ او وې وئيل،سپاه پاسدارانو د اسلامی ایران په ضد په ترکیبی جنګ حوزې کې او د دفاعي توان په پیاوړتیا کې بې بدیله رول لوبولی دی .
د تهران ولایت د عمومي څارنوالۍ دعمومي اړیکو ادارې پخپل یوه راپور کې وئيلي دي ،د تندر ترهه ګرې ډلګۍ د سرغنې جمشید شارمهد پر دوسیې له غور او څیړنو وروسته د تهران د انقلاب عدالت هغه د افساد فی الارض او دترهه ګرو اقداماتو د هدایتولو په تورونو سره په پانسۍ محکوم کړ. د تندر ترهه ګرې ډلګۍ د دغې سرغنې لپاره د پانسۍ د سزا په اورولو پسې د جرمني خارجه وزارت په یوه لاسوهونکي اقدام کې په برلین کې د ایران د اسلامی جمهوریت دس فارت شارډزافیراحضار کړ او دوه ایراني ډيپلوماټان ئې وویستل.
، دتهران د جمعې لمانځه خطیب حجةالاسلام کاظم صدیقي د جمعې لمانځه په خطبو کې دې ته په اشارې سره چې د تندر ترهه ګرې ډلګۍ سرغنه جمشید شارمهد په عدالت کې دخپل وکیل په شتون سره په پانسۍ محکوم شوی ،په دې باب ئې د جرمني د حکومت په لاسوهونکي چلند باندې سختې نیوکې وکړې او وې وئيل، دجرمني حکومت او بشری ضده رسندویو دغه موضوع له مشکل سره مخ کړه او حتی د جرمني حکومت ځیني ا یراني ډيپلوماټان هم ویستل چې لازمه ده د ایران ولس له خارجه وزارته تمه لري،له دغو سپيرو اقداماتو سره مناسبت چلند وکړي.
حجةالاسلام کاظم صدیقي په دوام کې ددې خبرې په کولو سره چې د اسلامی انقلاب د بریالیتوب له هماغه لومړنۍ ورځې څخه ختیځي او لویدیځي نړیوالو قدرتونو غوښتل د ایران په اسلامی انقلاب ګوزارونه وکړي، زیاته کړه،د اسلامی ایران دښمنانو د نرم جنګ او د قومیّتونو د لمسونې پشمول په مختلفو حربو سره داخلی اختلافات زیات کړل او لمن ئې و رته ووهله،خو دغه دښمنۍ د اسلامی انقلاب د ستر لارښود په تدبیر او د ولس په ملګرتیا سره شنډ شول.